سرپل کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د جوزجان استقلال لوبډلې خپلې سیالې بدخشان لعل لوبډلې ته د ۳۰/ ۲۱ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ
