ننګرهار کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هوشارافو سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۸ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
