افغان کورشکار د نویو ځوانانو درېیم پړاو آسيايي سیالیو په لومړۍ لوبه کې درېیم مقام خپل کړ

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۸
افغان کورشکار د نویو ځوانانو درېیم پړاو آسيايي سیالیو په لومړۍ لوبه کې درېیم مقام خپل کړ

د افغانستان کورش ملي فدراسیون ورزشکار محمد یحیی محمدي د ٢٠٢٥ کال نویو ځوانانو درېیم پړاو آسيايي سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.

ښاغلي محمدي په دغو سیالیو کې په ٦٥ کیلو ګرامه وزن کې خپلو ټایلنډي او ترکمنستاني سیالانو ته ماتې ورکړه خو ایراني سیال ته يې لوبه وبایلله او د برنزو مډال يې ترلاسه کړ.

د نویو ځوانانو درېیم پړاو آسيايي سیالۍ د بحرین په کوربتوب له ٤٥ هېوادونو د ٢٠٠٠ ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه په اتو بېلابېلو ورزشي رشتو کې ٣١ تنه ګډون کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اشنا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې ۳۰۰ تنو ته د فکري روزنې سمینار ترسره شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې ۳۰۰ ورزشکارانو او اداري کارکوونکو ته د فکري روزنې، اسلامي او عقیدتي سمینار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۱۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۲ تنو خپلو پهلوانانو ته. . .

BACK TO NEWS