دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۲۰:۸
دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې محمد علي لومړی، حسین فراز دویم او نوروز بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۳۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ د پښتون لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۲۷
Background image

ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د سل ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د سل ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۵۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۲۶
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې له بغلان، سمنګان، بلخ او کندز څخه د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یدو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS