کابل؛ د کابل ښار د لويديځ زون د بدن ښکلا او فټنس شپږم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د کابل بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون له لوري د زورخانه يي ورزشونو په ورزشي جمنازيوم کې د کابل ښار د زونونو په کچه د لويديځ زون له ۴۳ کلبونو څخه د ۲۰۷ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس شپږم پړاو ټاکنيزې خزاني سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسيون رئيس باور خان هوتک د ورزش ادارې مسؤلينو، د يادې برخې ورزشکارانو او مينوالو ګډون کړی وو.
دغه سيالۍ د فټنس په برخه کې له ۱۶۰ سانتي مترو څخه تر +۱۹۰ سانتي مترو پورې په لسو بېلا بېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې له هرې کټګورۍ ۵ ـ ۵ ورزشکاران، چې ټولټال ۵۰ ورزشکاران کېږي د کابل ښار د لویدیځ زون د بدن ښکلا او فټنس لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د کابل ښار لويديځ زون ته د بدن ښکلا او فټنس غوره ورزشکارانو ټاکل و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
