پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري او د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت سره په همغږي د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د پښتون غږ راډیو او اطلاعاتو فرهنګ ریاست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پښتون غږ راډیو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ټولو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٢ منډو هدف وټاکه. اطلاعاتو او فرهنګ لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.
