زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ورزشکارانو ترمنځ د پانګریشن سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۲۰:۱۷
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د  ورزشکارانو ترمنځ د پانګریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٦ ورزشکارانو ترمنځ د پانګریشن سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي ترسره شوې، چې په پایله کې استاد عبدالمالک کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ د کلبونو د یوالی په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۵۸
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۳ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد نوري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۵۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې رئیس افغان لوبډلې د ۴ پر ۳. . .

BACK TO NEWS