کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۸:۵۲
کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مرسته د ورزش ادارې د ملي، سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو امریت له لوري د کابل ولایت د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ، چې تېره ورځ پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او په لسو بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۴۰ غوره ورزشکاران وپېژندل شول.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، مالي او اداري رئیس عبدالناصر هاشمي، د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د المپيک ملي کمېټې مرستیال باور خان هوتک، د کابل بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله خالد، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمید الله صافي، د دعوت او ارشاد رئیس داد محمد بریال عطایي، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د ملي، سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو امریت مسؤلینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او په ملي او نړیواله کچه د ورزشکارانو ترمنځ سالمه انګېزه رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۸:۳۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خيل ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکت سیالۍ پیل شوې، چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۴۱
Background image

کابل؛ سرې مياشتې لوبډلې د افغانستان واليبال پنځم پړاو غوره ليګ کې درېيم مقام وګاټه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لس لوبډلو ترمنځ د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې سرې مياشتې لوبډلې درېيم مقام ترلاسه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۷:۳۹
Background image

د فوټبال فدارسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د فیفا له رئیس جیاني انفانتینو سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اذربایجان هیواد په کوربتوب د فوټبال نړیوال فیسټوال په څنډه کې د فیفا ( فوټبال نړيوال فدراسیون) له رئیس جیاني. . .

BACK TO NEWS