بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۲۰
بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شورتپه ولسوالۍ په شور اریق کلي کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۴۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د څلورو ښوونځيو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په مدرسو، ښونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري د زابل ولايت د ورزش امریت په همکارۍ په شاه جوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۴۱
Background image

بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بهارک ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۱۵۰ چاپندازنو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۱:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ۲۲ تنو خپلو پهلوانانو ته. . .

BACK TO NEWS