کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۵
کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د جمناسټیک ملي فدراسيون له لوري د هېواد د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۲۰ کلبونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک نوولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې ورزشکارانو د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو او شپږو بېلابېلو وسيلو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې د ماشومانو له کټگورۍ ۸ تنه، د نويو ځوانانو له کټگورۍ ۱۲ تنه، د ځوانانو له کټگورۍ ۱۶ تنه او د لويانو له کټگورۍ څخه بيا ۱۸ تنه، چې ټولټال ۵۴ ورزشکاران کېږي د کابل ښار په کچه راتلونکو ملي سياليو ته وټاکل شول.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د جمناسټیک ملي فدراسيون رئيس عبدالجبار هوتک، ورزشي مسوولينو او گڼ ورزشکارانو گډون کړی وو.

د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د جمناسټیک ورزش ته وده ورکول او د غوره څېرو موندل وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

BACK TO NEWS