د غزني ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۶:۵۶
د غزني ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې شيران خراسان لوبډلې خپلې سیالې اتحاد نوين لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د دایکندي ولایت له بېلا بېلو ولسوالیو څخه د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۴
Background image

د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د هېواد ورزش ادارې عمومي رياست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ سيالۍ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له سمنګان، جوزجان، بلخ او کندز ولایتونو څخه د ۷۰ کورشکارانو. . .

BACK TO NEWS