هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۴۲
هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې خوشحال لوبډلې د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې ازاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS