د سرپل ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت ښار په چهار باغ کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې المهدي لوبډلې خپلې سیالې وحدت لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې ۲۵ ورځې يې دوام وکړ.
