د میدان وردګ ولایت د والي له لوري د والیبال د ملي لوبډلې لوبغاړي وستایل شول
د میدان وردګ ولایت والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي محمد شاهد بدلون او سباوون وردګ د مرکزي اسيا سياليو له دويم مقام ګټلو وروسته وستايل.
د ستاينې په دغو مراسمو کې د ميدان وردګ والي ملا خيرالله خيرخواه د يادو سياليو د دويم مقام ګټل لويه لاسته راوړنه ياده کړه او افغان واليبال لوبډله يې د سيمې په کچه بهترينه لوبډله وبلله، هغه همدا راز پر ټولو لوبغاړو غږ وکړ، چې د ورزش په برخه کې په نړيوالو ډګرونو کې په قوي عزم او جرات ولوبېږئ او ګران هېواد ته لا زياتې برياوې ورپه برخه کړئ.
.دا ستاينه په داسې حال کې وشوه، چې اوونۍ وړاندې افغان واليبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا په کچه دويم مقام تر لاسه کړ او ډک لاس هېواد ته راستنه شوه
