د موی تای درې کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۸
د موی تای درې کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

د موی تای درې کسیزه لوبډله چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دي، د اسلامي هېوادونو د پیوستون ۶م پړاو سیالیو کې د ګدون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.

دغو ورزشکارانو ته د خدای پامانۍ په مراسمو کې د المپیکې چارو رییس داد محمد پاینده اختري له خوا په سیالیو کې د ښه ځلېدو او په پیاوړې روحیه د لوبېدو سپارښتنه وشوه.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون درېیم پړاو سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب په پلازمېنه ریاض ښار کې په ۲۳ ورزشي رشتو کې د روانې میلادي میاشتې په ۷مه رسما پیلېږي او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي، چې د افغانستان په استازولۍ نږدې ۸۳ ورزشکاران او ورسره پلاوي پکې ګډون کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان د پهلوانۍ لومړي پړاو ليګ کې د نندارچيانو پراخه ګډون!

دغه ليګ د لس لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره دهېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې روان دی، چې هره ورځ يې لیدو ته د مسولينو ترڅنګ ګڼ شمير نندارچيان ليدو ته ورځي او د خپلې خوښې لوبډله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۸
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۵
Background image

هلمند؛ په ناوه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېب بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له‌ لوري، د ناوې ولسوالۍ په دښت سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د. . .

BACK TO NEWS