میدان وردګ؛ جلریز ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د اتحاد تکانه، جلریز زیبا، علی مولا، ستاره تکانه او جلریز ځوانانو کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې اتحاد تکانه کلب د ۹ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره لومړی او ستاره تکانه کلب د ۶ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ په جلریز ولسوالۍ کې ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
