ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې له لسو کلبونو د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هوشارافو سبک سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۳ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د هوشارافو سبک سیالیو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
