بلخ؛ دولت اباد ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په فرخ اباد کلي کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۲۵ کورشکارانو خپلو سیالانو په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
