دایکندي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ستارګان پشتروق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خدير ولسوالۍ کې د ورورولۍ جام په نوم د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ستارګان پشتروق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ستارګان پشتروق لوبډلې خپلې سیالې اتحاد کيتي لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبې ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، د سياليو په پای غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
