د موی تای افغان ورزشکارانو د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سپينو زرو او برونزو مډالونه وګټل
د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سياليو په موی تای برخه کې محمد يوسف جهانګير په ۷۵ کيلو ګرامه وزن کې پرلپسې اندونیزیايي او عربستانی سيالان مات کړل او د سپينو زرو مډال ګټونکی شو.
محمد يوسف جهانګير به نن د سرو زرو مډال په سر د ترکي سيال پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.
همدارنګه سيد حميد سادات په ۸۰ کيلو ګرامه وزن کې خپل قزاقستاني سیال ته ماته ورکړه خو د ايراني سيال پر وړاندې يې ماته وخوړه او د برونزو مډال ګټونکی شو.
د اسلامي هېوادونو د پيوستون ۶م پړاو سیالۍ په ۲۳ ورزشي رشتو کې د سعودي عربستان په کوربهتوب په پلازمېنه ریاض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګدون د نومبر پر ۷مه پیل شوي او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.
