کابل؛ د سنوکر ۵ کسيزه ملي لوبډله عمان ته روانه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۳۶
کابل؛ د سنوکر ۵ کسيزه ملي لوبډله عمان ته روانه شوه

د افغانستان د سنوکر او بليارد ملي فدراسيون پنځه کسيزه ( درې ورزشکاران، يو روزونکی او يو پلاوی) ملي لوبډله د سنوکر نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه د عمان هېواد، مسقط ښار ته روانه شوه.

د سنوکر ملي لوبډلې د تګ وړاندې، د مخې ښې په موخه د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي سره وليدل، چې د ښاغلي هاشمي، ورته د اړينو لارښوونو ترڅنګ په يادو سياليو کې د برياليتوب دعا وکړه او هيله يې وښوده، چې له دغه سياليو ډک لاس هېواد ته راستانه شي.

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۵ سنوکر اتلولۍ نړيوالې سیالۍ به د عمان په مسقط ښار کې د افغانستان په ګډون د ۳۰ زياتو هېوادونو ترمنځ په دوو برخو، ټيمي او انفرادي کې د روانې نومبر مياشتې پر ۱۵مه نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۳مې به دوام وکړي، چې له افغانستان څخه به پکې محمد رييس هوتک، محمد مير نورزی او محمد ظريف افضلي د لوبغاړو په توګه، وحيدالله اصغری د روزونکي او ګلاب الدين خپلواک د پلاوي په ډول ګډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان د پهلوانۍ لومړي پړاو ليګ کې د نندارچيانو پراخه ګډون!

دغه ليګ د لس لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره دهېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې روان دی، چې هره ورځ يې لیدو ته د مسولينو ترڅنګ ګڼ شمير نندارچيان ليدو ته ورځي او د خپلې خوښې لوبډله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۸
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۵
Background image

هلمند؛ په ناوه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېب بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له‌ لوري، د ناوې ولسوالۍ په دښت سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د. . .

BACK TO NEWS