پروان کې اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۰
پروان کې اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوران ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز چاریکار ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې په دوو ګروپونو کې پیل شوې وې، د اتحاد پروان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد پروان لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې شفق شهـ،،ید بګرام لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د زونونو په کچه سیالیو ته د غوره لوبډلې ټاکلو او د ورزشکارانو د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره شوې او په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

د یادو سياليو پايلوبه کې استقلال لوبډلې د یو پر صفر میدان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۱
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او ۳۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۰
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS