بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د لس جوړو لوبه مساوي شوه او ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې وګټل.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
