محمدآغه لوبډله د لوګر فوټسال الف لیګ اتله شوه

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۲ - ۱۰:۵۸
محمدآغه لوبډله د لوګر فوټسال الف لیګ اتله شوه

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخی لوګر کې د فوټسال الف ليګ چې یوه میاشت مخکې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، د محمدآغې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د دغه لیګ پایلوبه د ګڼو نندارچیانو په حضور د لوګر، پل علم ښار په لودین لوبغالي کې وشوه. په پایلوبه کې محمدآغې ۴ پر ۲ شاویس قرن لوبډلې ته ماته ورکړه. شاویس قرن د لیګ نایب اتلولي وګټله.

په یاد شوي لیګ کې بشر احمد د غوره لوبغاړي، محمد جواد د ۱۲ ګولونو په وهلو د غوره ګول وهونکي او ادیب الله د غوره ګول ساتونکي لقب وګاټه. د یادو سیالیو د اخلاقو کپ جایزه هم طلوع لوګر ته ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

خوست ولايت ته د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي سفر

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي؛ د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ژوندي ساتلو، د دودولو او پراختيا په موخه درې ورځني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۷
Background image

هلمند؛ سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سنګين ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۵
Background image

خوست کې د‌ اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

=د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ايوبي شفاء روغتون په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

BACK TO NEWS