هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز لښکرګاه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
ددې سیالیو پایلوبې ته پوپل وروڼو او ازاد احسان لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه پوپل وروڼو لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۱۳ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ازاد احسان لوبډلې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۰۵ منډې وکړې او په اتو منډو يې ماتې وخوړه.
دغه سيالۍ چې درې اونۍ يې دوام وکړ، د فولاد صنعتي شرکت په مالي لګښت جوړې شوې وې او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو موټرسايکل ډالۍ ورکړل شو.
