کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ريگ باسوس سيمه کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې پر امام صاحب ولسوالۍ سربيره له مرکز، قلعه زال او کلباد ولسواليو څخه چاپندازانو گډون کړی وو، چې په پايله کې دوه اخراولاقه اعلان شول، چې لومړی اخراولاق مطيع الله ناظري او دويم اخراولاق بيا عبدالحي پهلوان تر ټاکلې دایرې ورسوه او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرول او وزلوبې ته وده ورکول وو.
