ننګرهار؛ په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسیدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې تعمیراتو لوبډلې خپلې سیالې شګې دربخېلو لوبډلو ته د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
