د ریال ماډریډ دوه لوبغاړي په کرونا ویروس اخته شوي
پنجشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۰
سمیر هیبت
ریال ماډریډ اعلان کړی چې د دې لوبډلې دوه لوبغاړي لوکا موډریچ او مارسیلو په کرونا اخته شوي او دغه دوه ستوري به په راتلونکو لوبو کې له ریال ماډریډ سره یوځای نشي.
ریال ماډریډ به په ماډریډ ډربي کې د اتلیټیکو ماډریډ پروړاندې له بریا وروسته په خپله راتلونکې لوبه کې له کاډیز سره مخ شي او بیا به د اتلتیکو بیلبائو سره لوبه ترسره کړي.