کندز کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې ازادۍ سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د بېلابېلو چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د پهلوانانو جسمي او ذهني وړتیاوو لوړول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
