کندز کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۵:۳۳
کندز کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په بابا شاخ لوبغالي کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې يو اخراولاق ترسره شو، چې دغه اخراولاق محمد علي پهلوان د شېر محمد په آس تر حلالې دایرې ورسوه او د سياليو گټونکی شو.

دا سيالۍ راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو د لا ښه چمتو والي او د دې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۰
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۸
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۹
Background image

کندز کې د ٨٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د شمال ختیځ زون په کچه د ٨٠ چاپندزانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS