هرات کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۵:۴۹
هرات کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د پاورلیفټینګ او مردان اهنین ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د افغانستان د ملي دفاع ځواکونو د ملاتړ په نوم د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د ۵۰، ۵۵، ۶۰ کیلو ګرام څخه تر ازاد وزن پورې او د نویو ځوانانو، ځوانانو، د لویانو ورزشکارانو او ماسټران سبکونو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۵۰ تنو د اتلولۍ او لومړي مقامونه خپل کړل.

د یادو سیالیو موخه د لاس چپه کولو ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۹
Background image

کندز کې د ٨٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د شمال ختیځ زون په کچه د ٨٠ چاپندزانو ترمنځ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۷
Background image

زابل کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ او د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ وشوې.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۵
Background image

.هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ اړوند خلچ سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.. . .

BACK TO NEWS