ننگرهار کلب د ننگرهار فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵۲
ننگرهار کلب د ننگرهار فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د‌ ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش په همکارۍ او د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډيوم کې د ۱۰ غوره کلبونو ترمنځ د ننگرهار فوټبال غوره ليگ سيالۍ د ننگرهار کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دا سيالۍ د ليگ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې ننگرهار کلب د ۲۵ امتيازونو په ترلاسه کولو سره اتلولي يې وگټله او همدارنگه په ترتيب سره عزت الله قاطع کلب نائب قهرماني او پېداگوژي کلب بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه د ياد ولايت په کچه د غوره لوبډلې ټاکل و، چې شاوخوا ۴۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۶
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ اړوند پېرکوټي سيمه کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ذوالفقار لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۱۲
Background image

BACK TO NEWS