کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له سمنګان، جوزجان، بلخ او کندز ولایتونو څخه د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دوستانه سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
