د کلپ نظري ټیم د جوزجان فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه.
شنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۰
سمیر هیبت
دغه سيالۍ د ليګ په بڼه د اتو ټيمونو په ګډون يوه مياشت مخکې په جوزجان ولايت کې د سولې او همپالنې کپ تر نامه لاندې پيل شوې وې چې د سياليو په دوام کې د نظري کلپ په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې.
د سیالیو په پای کې د جوزجان ولایت د ورزش ریاست او د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون له خوا غوره لوبغاړو او لوبډلو ته جایزې ورکړل شوې.
