دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د دایکندي ولایت له بېلا بېلو ولسوالیو څخه د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې علي خپلو سیالانو ته په پرلپسې ماتې ورکولو سره لومړی او صبغت الله بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د رستمي غېږنیونې دودیزو لوبو ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
