ننگرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۷:۲
ننگرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شو.

د دغو سياليو پيليزه لوبه د سادات لاينز او لاغورجوي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه سادات لاينز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې لاغورجوي ځوانانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۷ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سياليو موخه د دې سیمې ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS