سيد احمد جان کلب د کونړ ولايت واليبال سياليو اتلولي وگټله
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د ښاروالۍ رياست په مالي لگښت د مرکز اسعداباد ښار اړوند دمکلي کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د سيد احمد جان کلب په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو په پايلوبه کې سيد احمد جان کلب خپل سيال عبدالرشاد کلب ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي او د نويو استعدادونو موندلو په موخه ترسره شوې، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.
