هرات کې د بدني روزنې او ورزش مسولینو سره د موی تای ورزشکارانو لیدنه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱ - ۹:۱۵
هرات کې د بدني روزنې او ورزش مسولینو سره د موی تای ورزشکارانو لیدنه

سه شنبه، لېندۍ۳۰، ۱۴۰۰

نعیم پرهېز

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش مسؤلینو د دې ولایت د موی تای فدراسیون له غړو او ورزشکارانو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د موی تای فدراسیون مسؤلینو او ورزشکارانو د یاد فدارسیون اړوند ستونزې شریکې کړې.

دغه راز دوی د یاد ریاست له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا زیاتې پاملرنې او همګارۍ غوښتنه وکړه.

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست عمومي مدیر مسعود عمر سعیدي د ورزش په برخه کې د ورزشکارانو د هڅو او ویاړونو د قدردانۍ ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ورزشکارانو ستونزې به پر خپل وخت حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS