کندز والي ددې ولایت د ورزش کارانو شپږ کسیز بریالی ټیم وستایه
چهار شنبه، مرغومی، ۱۴۰۰
دکندز ولايت د ورزشکارانو د ټولنې هغه شپږ کسيز ټيم چې په دې وروستيو کې يې د کابل ولايت اتلولي ګټلې وه، د کندز د والي محترم نثاراحمد (نصرت) له لوري چې د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سرپرست محمد قيوم (رحيمي) يې ملتيا کوله وستايل شول.
ياد ټيم څو ورځې وړاندي د ورزشکارانو د ټولنې (طلائي کمربند) په سياليو کي برخه اخيستې وه او د تر ټولو ډيرو کمربندونو په اخیستلو سره يې لومړی مقام خپل کړی ۇ. له کندز وروسته کابل په دوهم او هرات په درېیم مقام کې راغلي وو. په دغو سياليو کې د ۲۰ ولایتونو له ۳۰۰ څخه ډيرو ورزشکارانو برخه اخيستې وه چې د کندزي لوبغاړو له ډلې:
عنايت الله شریفي د ۶۵ کیلو وزن، قدرت الله مبارز د ۸۳ کیلو وزن، الله محمد نظري د۸۷ کیلو وزن، جاوید صافی ۶۰ کیلو، زلمی صمدي ۵۸ کیلو او ذبیح الله محمدي ۶۰ کیلو وزنونو په لرلو سره د اتلولۍ کپونه ترلاسه کړل.
ديادونې وړ ده چې د کندز والي د ورزش په برخه کې د کندز د ورزش مسولينو ته د هر ډول همکاريو وعده ورکړه او په خبره یې ورزشکاران هغه څوک دي چې ددې ځوریدلي ولس په شونډو مسکا راولي، نو په کار ده چې وستايل شي او همکاري يې وشي.
