د زورخانه يي ورزش فدراسیون

ناپیژنده (not verified)
د زورخانه يي ورزش فدراسیون

نعيم پرهېز

چهارشنبه، مرغومی ۱، ۱۴۰۰

زورخانه يي یا د ضرب میل ورزش جرړې په تاریخ کې تر پخوانۍ اریانا رسېږي. په فردوسي شاهنامه کې هم د دې لوبې یادونه شوې او د ستاينې لپاره ډېر شعرونه ویل شوي دي.

ضرب میل خپل ځانګړي قواعد لري چې په دا لوبه په لویو ملي محفلونو کې نامتو پهلوانان کوي.

دا لوبه په وروستیو کې ايران د زورخانه يي لوبې په نوم ونوموله چې په نړیواله کچه پېژندل شوې خو المپیکي شوې نه ده.

افغانستان کې د زورخانه يي ورزش فدراسیون په ۱۳۸۵کال کې جوړ شو، چې د هیواد نامتو پهلوانانو يې رهبري کوله. د دې ورزش د فدراسیون د جوړولو ابتکار محمدانور جګدلک کړی. د یاد فدارسیون مشري میاګل نظري کوله او د رهبرۍ غړي يې پهلوان محمد ابراهیم، سلطان محمو او خلیفه غلام سخي ول.

افغانستان کې د دې فدراسیون له جوړېدو وروسته، د یادې ورزشي لوبې لپاره نړیوال فدراسیون د ایران هیواد په مالي ملاتړ کابل کې د غازي سټيډيوم ترڅنګ د ابوالقاسم فردوسي په نوم ساختمان جوړ کړ.

کال وروسته افغانستان کې یاد فدراسیون د نړیوال فدراسیون غړيتوب هم ترلاسه کړ. دا لوبه ځوانان او سپین ږيري ګڼ مينوال لري.

د دې لوبې د ملي لوبډلې لوبغاړو په نړیوالو او اسیايي لوبو کې ګډون کړی چې مډالونه يې هم ګټلي دي.

د زورخانه يي لوبې د فدراسیون مشري د پهلوانۍ مډال ګټونکی لوبغاړی اقبال احمد منوچهري کوي، چې دی د ۱۳۹۶ کال په انتخاباتو کې د دې فدراسیون د رئيس په ډول وټاکل شو.

د دې لوبې په وسایلو کې کباده، میل، تيږه، ډامبل او د زورخانه يي کوډ شامل دي چې هر یو يې ځانګړی استعمالېږي او لوبغاړي يې د تمرین پر مهال کاروي.

دغه راز د دې لوبې جامې یا لباس هم له نورو لوبو سره توپیر لري.