ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زمرخېلو شاهینانو لوبډلې د ۲۶ منډو په توپیر خپلې سیالې زمرخېلو اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
