غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سیالۍ د شاهین مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د جاغوري ولسوالۍ ورزشي مدیریت او ستارګان ورزشي ټولنې له لوري په یاده ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شاهین مرکز لوبډلې خپلې سیالې عقاب بابه لوبډلې ته د ۷/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې نعمت الله رحیمي غوره کول ساتونکی، واحد عابدزاده غوره لوبغاړی او بسم الله د زیاتو ګولونو وهونکی لوبغاړی وپېژندل شو.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
