بلخ کې د ۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ د وزلوبې په ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
په دغو سیالیو کې دوې اخرالاقه ترسره شول، چې لومړی اخر الاق د سرور پهلوان له لوري او دویم اخرالاق د عظیم مله پهلوان له لوري خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او بریا یې خپلې کړې.
