ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ۱۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
