ریال ماډریډ د ۲-۱ پایلې سره اتلتیکو بیلبایو ته ماتې ورکړه

پنجشنبه ۲ د مرغومی ۱۴۰۰
سمیر هیبت
د اسپانیا لالیګا په ۱۸مه اونۍ کې اتلتیکو بیلبایو په سن مامس لوبغالي کې د ریال ماډریډ کوربه و، چې ریال ماډریډ د خپل مسلمان ستوري کریم بنزما په مرسته بیلباو ته ۲-۱ ماتې ورکړه او خپل د جدول سر کې پاتې شو.
په دې لوبه کې بنزما د ریال لپاره په څلورم او درېیمه دقیقه کې ګول وکړ او د بلباو یوازینی ګول یې سانست ترسره کړ.
په دې بریا سره ریال ۴۶ نمرې ترلاسه کړې او د لالیګا د جدول په سر کې د دویمې لوبډلې په پرتله د ۸ نمرو په توپیر سره ځای خپل کړ.