زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۹ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د استاد نادرخان کلب ورزشکارانو لومړی او د استاد عبدالشکور کلب ورزشکارانو بیا دویم مقام خپل کړ.
