د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وګټله
د کرېکټ له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د کرېکټ یو ورځنۍ نړۍ وال جام سیالیو خپله دویمه لوبه کې ویسټ انډیز ته د ۱۳۸منډو په توپیر ماته ورکړه.
دغې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه هم له سویلي افریقا څخه د ۲۸ منډو په توپیر ګټلې وه.
افغان لوبډله به راتلونکې لوبه کې له تانزانیا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
له نوولس کلنو کم عمره نړۍوال جام سیالۍ د شپاړس لوبډلو په ګډون په څلور ګروپونو کې د زیمبابوې او نامیبیا هېوادونو په کوربهتوب د روانې میلادي میاشتې پر ١٥ مه پیل شوي او د فبروري تر ٦مې به دوام وکړي، چې افغانستان په D ګروپ کې له ټانزانیا، سویلي افریقا او ویسټ اینډیز سره سیالۍ کوي.
