ننګرهار؛ سره رود کې د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
