د هرات د ورزشکارانو اتلولۍ موی تای نړیوالو سیالیو کې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۱۰:۰
د هرات د ورزشکارانو اتلولۍ موی تای نړیوالو سیالیو کې

دوشنبه 6 د مرغومی 1400

هرات

د هرات د موی‌تای ورزشکارانو په نړيوالو سياليو کې درې د سرو زرو، په ولايتي کچه درې د سرو زرو او شپږ د سپينو زرو مډالونه او د نيمروز ولايت په کوربه توب په نړيوالو سياليو کې درې افتخاري مډالونه وګټل.

د هرات ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست عمومي مدیر مسعود عمر سعيدي نن له دغو ورزشکارانو سره وکتل او د هغوى له هلوځلو او وياړونو يې مننه وکړه او د دغو ورزشکارانو لاسته راوړنې يې د هرات او افغانستان لپاره مهمې او ارزښتمنې وبللې.

دغه سيالۍ چې په نيمروز ولايت کې ترسره شوې، پاکستان او ايران هم په کې برخه اخيستې وه، چې د هرات ولايت ١٧ کسيزې لوبډلې ١٥ مډالونه وګټل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS