په ننګرهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکزي لوبغالي کې د اتو کلبونو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ چې ۱۵ ورځې وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ننګرهار کلب لوبډلې خپلې سیالې ارباپانو کلب لوبډلې ته د ۳-۰ ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
